۰

ترکیه به ډېر ژر افغانستان کې قونسلي چارې پیل کړي

پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، ترکیه به ډېر ژر افغانستان کې قونسلي چارې پیل او افغانانو ته به د وېزو ورکړې لړۍ دوام وکړي.
ترکیه به ډېر ژر افغانستان کې قونسلي چارې پیل کړي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، ترکیه به ډېر ژر افغانستان کې قونسلي چارې پیل او افغانانو ته به د وېزو ورکړې لړۍ دوام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوغلو دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره په تلېفوني خبرو کې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل افغان سیال امیر خان متقي سره خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې مکالمه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم تایید شوې چې متقي له چاوش اوغلو سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.

امیر خان متقي د ترکیې له مرستو مننه کړې ده او وایي چې ترکیه به په راتلونکې کې ۷۰۰ ټنه نوره بشري مرسته هم افغانستان ته راولېږي.

همدا راز په دې مکالمه کې ترکي لوري ویلي چې ژر به په افغانستان کې قونسلي چارې پيل کړي او افغانانو ته به د وېزو د ورکړې لړۍ دوام کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي