۰

ولسمشرغني د جهادي او سیاسي مشرانو سره مهمه غونډه کړې

سی شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان طالبانو سره د اوربند او سولې په تړاو د جهادي مشرانو او یو شمېر سیاسي څېرو سره مشورتي غونډه کړې ده.
ولسمشرغني د جهادي او سیاسي مشرانو سره مهمه غونډه کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغان طالبانو سره د اوربند او سولې په تړاو د جهادي مشرانو او یو شمېر سیاسي څېرو سره مشورتي غونډه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناسته نن سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه ارګ کې تر سره شوې، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد سیاف، انجینر ګلبدین حکمتیار، محمد کریم خلیلي، محمد یونس قانوني، او محمد محقق هم په کې ګډون کړی وو.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د غونډې ګډوالو په یوه غږ د اروبند له اوږدېدو او سولې له پروسې ملاتړ وکړ او د اروبند پر مهال د هېواد د وضعیت د لا ښه مدیریت په اړه یې له ولسمشر سره خپلې مشورې او نظریات شریک کړل.

سرچینه زیاتوي، ټولو جهادي او سیاسي مشرانو په یوه خوله له طالبانو وغوښتل، چې نور له جګړې لاس په سر او د هېواد د ښې رازی او د ولس د سوکالۍ له پاره د سولې خبرې پیل کړي.

په خبرپانه کې ویل شوي، ولسمشر هم د جهادي او سیاسي مشرانو مشورې او نظریات ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې له دوی سره خپلو ناستو او مشورو ته به دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه ولسمشر غني له د سولې عالي شورا له غړو، جهادي او سیاسي مشرانو سره یو ځای افغانستان کې د سولې په تړاو یوې خبري غونډې ته وینا وکړي.

ټاکل شوې وه، چې دغه خبري غونډه به په ژوندۍ بڼه له ملي تلوېزیون څخه خپره شي، خو د نامعلومه دلیل له امله تر سره نه شوه.

جمهورخبري آژآنس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي