۰
د روغتیا نړیوال سازمان:

مارچ میاشت کې مو په افغانستان کې نږدې ۹۰۰ زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي

دوشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۸
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دغه سازمان په مارچ میاشت کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۱۲۷۰۰ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
مارچ میاشت کې مو په افغانستان کې نږدې ۹۰۰ زره کسانو ته خدمات وړاندې کړي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دغه سازمان په مارچ میاشت کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۱۲۷۰۰ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه سازمان نن دوشنبه د ثور ۱۰ مه د خپل راپور په خپرولو سره ویلي چې دغه خدمات د ۹۳۳ روغتیايي مرکزونو له لارې د افغانستان خلکو ته وړاندې شوي دي.

د راپور پر بنسټ، په ټول افغانستان کې ۴۴ سلنه ګټه اخیستونکي ښځې او ۳۳ سلنه یې ماشومان او نور اړمن کسان دي.

راپور زیاته کړې چې په دې موده کې تر ټولو عام ناروغۍ؛ حاد تنفسي انتانات اسهال او شری وو.

په راپور کې راغلي، چې په تېره یوه میاشت کې ۳۴۱ روغتیايي کارکوونکو د پوهنې په برخه کې د رواني روغتیا، رواني ټولنیز ملاتړ، پاملرنې او درملنې په برخه کې خدمات وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د روغتیا سکتور د نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا په نیمه زړه پورې ملاتړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي