د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل کې ۸ تنه طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ځواکونو يې د کابل ښار په مربوطاتو کې د طالبانو په دوو جلا بريدونوکې د دغې ډلې درې تنه جنګيالي وژلي او دوه تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: له دغو بريدونو څخه يو هم د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د کمپني په سيمه کې د مکاتب کوڅې ته څيرمه د طالبانو په يوې پوستې ترسره شو چې په نتيجه کې يې يو طالب ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
خبرپاڼه کې زياته شوې، يو بل بريد د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د قلعه وزير په درېيمه کوڅه کې د طالبانو د سپرلۍ په موټر ترسره شو چې له امله يې دوه تنه طالبان ووژل شول او د دغې ډلې درې تنه نور غړي ټپيان شول.
د مقاومت جبهې ټینګار کړی چې په دغو عملیاتو کې د دوی ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
جمهورخبري آژانس