۰

په کندهار کې يو تن په ډزو ووژل شو

سی شنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۴
په کندهار ولایت کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو کس د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
په کندهار کې يو تن په ډزو ووژل شو
په کندهار ولایت کې عامه سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو کس د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره شپه د غوايي په ١٠مه د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ په "پوپل شاه" بازار کې رامنځته شوې ده.

ویل شوي، چې وژل شوی کس عطا محمد نومېده او د لارۍ چلوونکی و.

د دې پېښې انګېزه او عاملین یې لا هم معلوم نه دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي