د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د دوه ځانمرګو بریدګر د نیولو خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند نجیب دانش پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه دوه ځانمرګي بریدګر نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه سهار شاوخوا لس بجې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتي ادارې کارکوونکو دا ځانمرګي بریدګر د کابل ښار اړوند د میوند په جاده د حلبي جوړولو په کوڅه کې نیولي دي.
د دانش په وینا له دې ځانمرګرو بریدګرو دوه ځانمرګي واسکټونه هم نیول شوي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل