د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن یکشنبې د ثور په ۹ مه د فوټبال د نړیوال جام د غوراوي په پړاو کې د قرغزستان د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.
دا لوبه به نن د کابل پر وخت ۹:۳۰ بجې د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شي.
که چیرې د هیواد ملي لوبډله دا لوبه وګټي نو په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته به کوالیفای شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د عراق د فوټسال ملي لوبډلې ته د ۵-۳ په توپير سره ماتې ورکړې وه.
د هېواد د فوټسال د ملي لوبډلې مشر روزونکي مجید مرتضوي له دغې لوبې مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل، اسیا باید اوس باور وکړي چې په فوټسال کې د افغانستان په نوم یو ځواک شتون لري.
هغه ټینګار وکړ چې محصلین به یې د نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو لپاره پوره هڅه وکړي.
جمهورخبري آژانس