ذکیه وردک،(ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسله) چې طالب پلوه ډیپلوماته وه، د هندي پولیسو لخوا د سرو زرو د قاچاق له تورېندو وروسته له خپلې دندې استعفا کړې ده.
مېرمن وردک د خپل استعفا لیک متن نن د ثور په ۱۵ مه په خپله ایکس پاڼه کې خپور کړی دی.
د مېرمن وردک د استعفا لیک په متن کې ویل شوي چې نوموړې په تېر کال کې تل د محرمیت او بدنامۍ له بریدونو سره مخ شوې ده.
هغه زیاته کړه، "زه په ډېره خواشینۍ یم چې د افغانستان په ډیپلوماتیک نظام کې د یوازینۍ ښځې په توګه د دې موقف د ساتلو لپاره د رغنده ملاتړ د ترلاسه کولو پر ځای، زه د ویجاړولو په هدف د منظمو بریدونو هدف وم."
په همدې حال کې هندي رسنیو نن سهار خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو له مېرمن وردک څخه ۲۵ کیلو ګرامه سره زر هغه مهال نیولي، چې له دوبۍ څخه ممبۍ ته تللې وه.
د هند پولیسو ویلي چې د دې ښځینه دیپلوماتې د قاچاق یوه قضیه یې تنظیم کړې چې د طالبانو ملاتړ کوي.
جمهورخبري آژانس