۰

کلفورنیا کې د ارولګېدنې له امله ټرمپ بېړنۍ حالت اعلان کړی دی

یکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
د امریکا ولسمشر د کلفورنیا ایالت په شمال کې د اورلګېدنې او د استوګنې سیمو ته د دغه اور غځېدنې له امله بېړنۍ حالت اعلان کړی دی.
کلفورنیا کې د ارولګېدنې له امله ټرمپ بېړنۍ حالت اعلان کړی دی
د امریکا ولسمشر د کلفورنیا ایالت په شمال کې د اورلګېدنې او د استوګنې سیمو ته د دغه اور غځېدنې له امله بېړنۍ حالت اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ټرمپ د بېړني حالت د اعلان تر څنګ ټولو اړونده ادارو ته سپارښتنه کړې، چې په بېړه د خلکو مرستې ته ورورسېږي.

باید و ویل شي، چې اور د امریکا د کلفورنیا ایالت په ځنګلونو کې د جولای میاشتې له ۲۳ مې نېټې پیل شوی دی.

دغه اور د یوه موټر د فني ستونزې له امله لګېدلی خو د سختو بادونو له امله اور نور هم ګړندی شوی او ګنې سیمې یې سوځولې دي.

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه اور لګېدنې له امله پنځه تنه وژل شوي، چې دوه ماشومان، یوه د هغوی مور او دوه هم د اور کابو کولو کارکوونکي دي.

له دې سره دا هم ویل کېږي، چې ۱۷ تنه ورک دي او دغه راز څو زره کسانو خپل کورنه پرېږي او نورو سیمو ته لېږدېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي