ولسمشر محمد اشرف غني د څرخي پله د زندانیانو سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د ټولو زندانیانو دوسیې به له سره وڅېړل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن چهارشنبې د وږي ۲۱ مه د څرخي پله د زندانیانو سره وکتل او په زندان کې یې د ۵۰ بستریز روغتون، اداري ودانۍ او نوي بلاک د بنسټ ډبره کېښوده.
د ارګ د معلوماتو پر بنسټ د دغه زندان نوی بلاک د ۳۰۰۰ زندانیانو د ساتنې ظرفیت لري.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د زندانیانو دوسیې د عدالت د تطبیق لپاره له سره څیړل کېږي.
افغان حکومت په داسې حال کې د څرخي پله د زندانیانو د اوسیدو د ځای او د روغتیايي وضعیت د ښهوالي لپاره لاس په کار شوی، چې له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د زندانیانو لپاره د ځای د کموالي او د هغوی د معیشت په تړاو اندیښنې ښودلې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل