۰

مومندو کې یوې پښتنې ښځې یو پاکستاني پوځي و واژه

پنجشنبه ۱۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۲
د خیبرپښتونخوا د موندو په ساپیو سیمه کې یوې پښتنې ښځې هغه مهال یو پاکستانی پوځي غلبېل کړ، چې غوښتل یې د هغې کور ته ورننوځي.
مومندو کې یوې پښتنې ښځې یو پاکستاني پوځي و واژه
د خیبرپښتونخوا د موندو په ساپیو سیمه کې یوې پښتنې ښځې هغه مهال یو پاکستانی پوځي غلبېل کړ، چې غوښتل یې د هغې کور ته ورننوځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښې ښځې پاکستاني پوځي ته ویلي، چې په کور کې یې نارینه نشته او باید چې کور ته داخل نه شي.

خو پاکستاني پوځي چې ناوړه ارده یې درلوده، سرزوري کړې او کور ته یې د ننوتو هڅه کړې، چې د همدې پښتنې ښځې له خوا پرې د تومانچې ډزې شوې او وژلی یې دي.

راپورونه وایي، پاکستاني پوځیانو د خپل دغه ملګري جسد د شپې په تیاره کې له سیمې وړی دی.

له پېښې وروسته د سیمې خلکو له غوسې ډګه احتجایه غونډه کړې او د پاکستان د پوځي دغه ناوړه عمل یې د نه منلو وړ بللی دی.

د سیمې یو ځاي مشر ویلي، دغه خور نه یوازې د ساپیو بلکې د ټولو مومندو او ټولو پښتونو د پت ساتنه کړې او دوی پرې ویاړي.

دغه قومي مشر په ټولنیزو رسنیو ویلي چې دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني پوځیان د پښتنو په کور ورننونځي بلکې له دې وړاندې هم څلور یا پنځه دغسې پېښې په دې سیمه کې شوې دي.

نوموړي پاکستاني پوځ ته خبرداری ورکړچې له خپلو ناوړه کارونو څخه دې لاس واخلي که نه پښتانه به یې دوه دېرش داړې ورماتې کړي.

یاد قومي مشر، چې نوم یې نه دی اخستل شوی ویلي«دا پنجاب نه دی، دا د پښتنو سیمه ده،‌ دا پښتونخوا ده. دوی بار بار دلته مردار شوي دي خو شرمېږي نه او زمونږ په عزت باندې حمله کوي. زه قوم ته دا خبره کوم چې د شپې هر څوک په هره جامه کې کوشش کوي چې ستاسو کور ته درشي او مزاحمت وکړي صبر ورته مه کوئ او ویې ولۍ.!»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون د پاکستاني پوځیانو له خوا د پښتنو په وړاندې دغه ډول چلند مکرر وباله او ویې ویل چې هغوی تیار دي چې د مومندو د قوم په غوښتنه هر چېرې احتجاجونه وکړي او د هغوی ملاتړ ته ملا تړلي ولاړ دي.‌

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د یادې ښځې مېړانه ستایلې او یو شمېر فعالانو دغه ښځه د هغې د مېړانې له امله د «ملاله مومند» په نامه یاده کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي