د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په خوست ولایت کې یې درې تنه د نامشروع اړیکو او خیانت په تور په دار ځړولي دي.
دغې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه کسان د ثور په ١١مه، په خوست ولايت کې د خلکو په مخ کې په څلوېښتو وهل شوي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، هر یو یې 39 ځله وهل شوی.
اعلامیه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه یو یې په دوه کاله بند او دوه نور یې هر یو په شپږ میاشتې بند محکوم شوي دي.
جمهورخبري آژانس