په هرات کې پر شیعه عبادت کوونکو د مرګوني برید په غبرګون کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ ویلي، چې د دا ډول بریدونو مخنیوی غواړي.
ښاغلي بینیټ د دغه برید د غندلو پرمهال په خپل ایکس چینل کې لیکلي چې ټول افغان وګړي باید په سوله کې عبادت وکړي.
هغه زیاته کړه، "زه د هغو هزاره ګانو او شیعه ګانو د مخنیوي، ساتنې او عدالت غوښتنه کوم چې د هرات په ګډون په نښه کېږي."
له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق د دغه برید د غندلو ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان پر شیعه ګانو هدفي بریدونه او په جوماتونو کې د ماشومانو او بې ګناه خلکو وینه تویول په کلکه غندي. "
هغه زیاته کړه، "له بده مرغه، دا بریدونه د مخنیوي، پلټنې او حساب ورکولو پرته دوام لري، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د امنیت د تامینولو ادعا کوي."
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د ثور د میاشتې په لسمه نیټه د هرات په ګذره ولسوالۍ کې د محمدیه په جومات کې نامعلومو وسله والو د شیعه ګانو پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې په پایله کې یې ۷ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شول.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس