کورنیو چارو وزارت کاپیسا ولایت کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان او ځانمرګو بریدونو د طراح د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغان ګډو ځواکونو پرون چهارشنبې د غبرګولي اوله د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي.
نوموړي ویلي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قوماندان او د ځانمرګو بریدونو طراح ملا عبدالبصیر له خپلو پنځو نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
جمهور خبري آژانس:کابل