د امریکا په نیویارک ښار کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، پېښه په یوه کلپ کې شوې، چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي خو روغتیايي کارکوونکي وایي، د ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ دي.
د نیویارک ښار پولیس وایي، د پېښې انګیزه نه ده روښانه شوې او دوی هم د بریدګرو په نیولو پسې هڅې پيل کړې دي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا په تکزاس ایالت کې په وسله وال تاوتریخوالي کې ٢٢ کسان ووژل شول.
جمهورخبري آژانس:کابل