ملي دفاع وزارت د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې یا سیګار هغه راپور، چې ګڼې د افغان ځواکونو تلفات زیات شوي رد کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار د تېرې پنشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی چې ورسره سم د افغان ځواکونو تلفات هم زیات شوي دي.
سیګار د امریکا کانګرس ته ورکړي راپور کې ویلي، افغان ځواکونو ته ۶۰ سلنه اوښتي تلفات د طالبانو له بریدونو څخه د دفاع په خاطر اوښتي دي.
سیګار چې کوم معلومات په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت او ناټو څخه تر لاسه کړي په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو په تلفاتو کې ۵ سلنه زیانوالی راغلی دی.
خو دفاع وزارت د سیګار دغه راپور رد کړی ویلي یې دي، افغان ځواکونه له تېر یوه کال راهیسې له دفاع حالت څخه برید کوونکي حالت ته اوښتي دي.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، سره له دې چې عملیات زیات شوي، خو د افغان ځواکونو تلفات د تېر کال په پرته کم دي.
د هغه په وینا وسله والو مخالفینو غوښتل ۱۰ ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې راولي، خو ونه توانېل او دغه په تېرو اتو میاشتو کې ۱۳ ولسوالۍ د طالبانو له ولکې ایستل شوې او د افغان ځواکونو په کنټرول کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل