امنیتي سرچینې تاییدوي، چې د هرات ولایت د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان احمدشاه جلالي په تېروتنې سره وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د سلواغې ۱۸ مه ماښام مهال د هرات ښار د نوآباد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
امنیتي سرچینې وایي، د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان احمدشاه جلالي په خپل شخصي موټر کې له نوآباد سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، چې د تلاشۍ پوستې څخه د تېرېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا ورباندې ډزې شوې.
امنیتي چارواکي او د هرات د والي ویاند وايي، له لومړنیو پلټنو داسې ښکاري چې پولیسو سهواُ پر احمدشاه جلاني ډزې کړي دي.
د پولیسو د عملیاتي قطعې قومانداني وايي چې جلالي د ملي اردو د ځواکونو له لوري وژل شوی دی او د هرات والي د یادې پېښې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:هرات