۰
نیویارک ټایمز:

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه له ابهاماتو ډکه ده

دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۸
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه له ابهاماتو ډکه بللې وایي، په دغه هوکړه کې افغان حکومت څنډې ته کړای شوی دی.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه له ابهاماتو ډکه ده
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه له ابهاماتو ډکه بللې وایي، په دغه هوکړه کې افغان حکومت څنډې ته کړای شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، په دې هوکړه کې طالبانو او امریکا دواړو هغه څه چې هیله یې لرله تر لاسه کړي، خو افغان لوري ته له ابهاماتو ډکه ده.

د ورځپاڼې په باور په دغه هوکړه کې افغان حکومت بیخي ګوښه شوی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او ډېری افغانان هم په دې تړاو اندېښنې لري.

په مطلب کې راغلي، په هوکړه کې د بشري حقونو، بیان ازادۍ، افغان حکومت، ښځو حقونو او کلونو لاس ته راوړنو په اړه هېڅ راز څرګندونې نه دي شوې چې دې هر څه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړ مبهمه کړې ده.

نیویارک ټایمز داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا وایي په دې هوکړه کې دوه مهم محرم نظامي اسناد هم شامل دي چې له خلکو سره نه شریکېږي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د تېرې شنبې کب ۱۰ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ۳۰ هېوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه.

په دغه هوکړه کې راغلي، چې بهرني ځواکونه به ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي، په لسو ورځو کې به افغان حکومت او طالبان خبرې پیلوي، طالبان به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکوي او د افغانستان خاوره به د امریکا او متحدینو پر ضد نه کاروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي