۰

تخار او کندوز کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي

دوشنبه ۱۰ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۴
د تخار او کندوز یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو د دغه ولایت خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
تخار او کندوز کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي
د تخار او کندوز یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو د دغه ولایت خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د دوى په وينا، د تېرو دوو ورځو له سختو اورښتونو وروسته د راوتلو سېلابونو په پايله کې لسګونه کورنۍ بې کوره، بې ځايه شوې او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په تېره بيا د پرونيو سېلابونو له امله په ورسج، فرخار، ينګي قلعه او اشکمش ولسواليو کې شاوخوا شل کورنۍ بې ځايه شوې دي او تر اوسه يې د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په يادو ولسواليو کې زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

بل خوا د کندوز اوسېدونکي هم وايي، چې په دغه ولايت کې د تېرو دوو ورځو سېلابونو زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او لسګونه د استوګنې کورونه په بشپړه يا جزوي توګه ويجاړ کړي دي.

د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکو سیلاب ځپلو ته د مرستندویه ادارو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د دوی په وینا له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي