د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د چین د دولتي شرکت MCC هولودا له مشر سره وکتل او ویې ویل که تاسو په افغانستان کې د سرپو او جستو پروسس باندې پانګونه وکړۍ.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن دوشنبې (د غوايي ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د MCC هولودا شرکت د افغانستان له سترو کانونو سره خپله لېوالتیا ښودلې او غواړي د مسو، جستو او سرپو کانونو په ګډون د هېواد په منرالونو کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د هېواد په کانونو کې پانګونې ته د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د بامیانو، کندهار او غور په ولایتونو کې د جستو او سرپو کانونه شته، که چېرې دغه شرکت د امارت شرایط ومني، نو کولی شي د دغه هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي. په افغانستان کې دننه پروسس کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې امارت په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی، خو بهر ته د خامو موادو د لېږد او بهر کې د پروسس کولو اجازه نه ورکوي.
جمهورخبري آژانس