سیمه ییز چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید شوی او د والي په ګډون یې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکو ویلي، برید تېره شپه (د وري ۲۰مه) د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ د پتانخېلو په کلي پر طالبانو شوی دی.
سرچینه زیاتوي، په دغه هوايي برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د میدان وردګو ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا ولي جان مشهور په حمزه له خپلو ۸ کسانو سره سخت ټپي شوی دی.
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، په برید کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
.