د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو ۱۱ تنو ته رسېدلی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۶ نورې مثبت پېښې ثبت شوې دي.
مایار زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۵۲ په کابل، ۵ په لغمان، ۴ په بغلان، ۴ په ننګرهاراو یوه په پکتیا کې ثبت شوې دي.
دغه راز هغه و ویل، چې تر دې دمه په هېواد کې د کرونا له ناروغۍ ۱۵۰ کسان بېرته روغ شوي، خو ۳۶ تنه مړه شوي هم دي.
دا ارقام په داسې حال کې ورکول شوي چې د هرات، کندهار او بلخ تشخیصیه لابراتوارونه د موادو د کمښت له کبله تړل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل