د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د قطر، هند او پاکستان په سفر راوتی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون چهارشنبې د غوايي ۱۷ مه قطر ته رسېدلی او هلته یې د طالب د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره لیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، خلیلزاد به په دوحه کې د طالبانو له استازو سره و ویني او هغوی به د امریکا او د طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې په بشپړ ډول پلي کیدو ته وهڅوي.
سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي خلیلزاد به له قطر وروسته په نوي ډهلي کې د هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند د رول په اړه خبرې وکړي.
د دغې اعلامیې له مخې سفیر خلیلزاد به له هند وروسته پاکستان لاړ شي او په اسلام اباد کې به د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه وغږیږي.
په اعلامیه کې ویل شوي«هغه به په دغو دریو هیوادونو کې د تم کیدو پرمهال په تاوتریخوالي کې په عاجل ډول د کمیدو، د بین الافغاني خبرو د پیل د مهال ویش چټکول او په افغانستان کې د کرونا د ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره د ټولو غاړو ترمنځ د همکاري غوښتنه وکړي.»
په ورته وخت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د دغې ډلې د سیاسي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوي د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې د سفیر خلیلزاد سره تیره ورځ کتلي دي.
سهیل شاهین په یو ټویټ کې ویلي، چې په دې خبرو کې د بندیانو د خلاصون، بین الافغاني خبرو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوګړې په بشپړ ډول د پلي کېدو په لارو چارو خبرې شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل