په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د طالبانو لخوا د افغان دولت ۴۸ نور زندانیان هم خوشې شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سهیل شاهین ویلي، دغه زندانیان نن او پرون د دوی زندانونو څخه خوشې شوي دي.
دی وايي، دا زندانیان په هرات کې خوشې شوي دي او هر یو خوشې شوي بندي ته یې د لارې کرایه پنځه زره افغانۍ هم ورکړې دي.
نوموړي خبر ورکړی چې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ به دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د هوکړې له مخې به افغان حکومت او طالبان یو د بل ۶ زره بندیان خوشې کوي.
تر اوسه افغان حکومت د دغې لړۍ له مخې ۹۳۳ طالبان خوشې کړي دي، خو طالبانو بیا تر اوسه ۱۵۰ تنه خوشي کړي، چې د چارواکو په وینا ډېری یې ملکي و ګړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل