د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کرونا د تازه پېښو په ثبت سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲۰ زره واوښت.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا سلګونه شکمنې پېښې څېړلې، چې له ډلې یې ۷۹۱ پېښې مثبت وې.
د عامې روغتیا وزرات د مسوولینو په وینا په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۰۳۴۲ تنو ته ورسېده.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۳۰ تنه مړه شوي هم دي، چې د ټولو مړو شمېر ۳۵۷ تنو ته ورسېده.
همدارنګه وزارت وايي، په تېره شپه او ورځ کې یو شمېر کسان له دغه ناروغۍ روغ شوي هم دي، چې د ټولو روغو کسانو شمېر ۱۸۷۰ تنو ته ورسېده.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو یو ځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړ، چې که جدي تدابیر ونه نیسي، د عامې روغتیا وزارت سپارښتونو او قرنطین ته پام ونه کړي، دغه ناروغي به لوی بشري ناورین رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض