۰
حریت ورځپاڼه:

د افغان سولې اصلي کلي، پاکستان کې ده، خلیلزاد اوس پیدا کړې

چهارشنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۰
د ترکیې حریت ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د افغانستان د لانجې اصلي کیلي په پاکستان کې ده او دا اوس امریکا ته هم ثابته شوې ده.
د افغان سولې اصلي کلي، پاکستان کې ده، خلیلزاد اوس پیدا کړې
د ترکیې حریت ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د افغانستان د لانجې اصلي کیلي په پاکستان کې ده او دا اوس امریکا ته هم ثابته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس ویلي، له کلونو وروسته امریکا او په ځانګړي توګه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد ته ثباته شوه، چې د افغان سولې اصلي آدرس او کیلي په اسلام آباد کې ده.

ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان اوس هم په فوق العاده توګه پر طالبانو خپل نفوذ لري او د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په مکرره توګه د خپل ماموریت د کامیابۍ په هیله اسلام آباد ته سفرونه کوي.

په دې تحلیل کې ویل شوي، د افغان سولې کامیابي یوازې د امریکا او پاکستان په سیاستونو پورې تړاو لري.

د سرچینې په ویناکه چیرې دغه دواړه هیوادونه وغواړي افغانستان کې به سوله راشي او که ونه غواړي د اوږدو نورو کلونو لپاره به طالبان د پاکستان په ملاتړ او اشاره افغانستان کې خپلې جګړې ته بیا هم ادامه ورکړي.

حریت ورځپاڼه دا تحلیل پر داسې  مهال کوي، چې اوونۍ وړاندې ملګرو ملتونو هم په یوه راپور کې ویلي، چې پاکستان اوس هم د طالبانو تر شاه ولاړ دی او په دغه هېواد کې یې پتنځایونه او روزنځایونه شته دي.

په دغه  راپور کې ویل شوي، چې همدا اوس هم شپږ نیم زره پاکستاني جنګیالي په افغانستان کې فعالیت لري، چې  زر تنه یې یوازې په لشکر طیبه او جیش محمد وسله والو ډلو پورې تړلې دي.

راپور وايي، دغه پاکستاني جنګیالي نه یوازې د طالبانو ملاتړ او زورنه کړي، بلکې، د نشه یی توکو په قاچاق او د کانونو په کندلو کې هم  لاس لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي