ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا لوګر ته د دغه ولایت ولایت د امنیتي وضعې د ارزونې په موخه تللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلي غني او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۱ مه له ورسره پلاوي سره پل علم ښار ته رسېدلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې لوګر ته د ښاغلي غني د سفر موخه د امنیتي وضعیت ارزول دي، چې په اړه به یې له نظامي مسوولینو سره وګوري.
ارګ په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې پر دې سربېره به ښاغلی غني له ملکي مسوولینو او یو شمېر قومي مشرانو، دیني عالمانو، مېرمنو، ځوانانو او بېلا بېلو ټولو له استازو سره هم لیدنه ولري او وړاندیزونه او غوښتنې به یې واوري.
ولسمشر غني داسې مهال دې ولایت ته سفر کوي چې په هېواد کې ورځ تر بلې د هوا په ګرمېدا سره جګړه زور اخلي او په یو شمېر ولایتونو کې جګړه ډېره په تېزۍ سره روانه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل