په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په کندهار ولایت کې د افغان حکومت ۱۰ سرتېري له بند خونو خوشي شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین د یکشنبې په ماښام پر خپل ټویټر ولیکل چې ۱۰ تنه افغان ځواکونه یې په کندهار ولایت کې له بنده خوشې او خپلو کورونو ته یې واستول.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت وايي، دوی په تېرو څو ورځو کې د طالبانو ۱۸۰ نور زندانیان هم خوشي کړي، چې په دې سره د ټولو خوشي شویو طالب زندانیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته رسېدلي.
خو د ملي امنیت شورا د ویاند جاوید فیصل په وینا طالبان نه یوازې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي، چې تر اوسه یې ۱۰۰۰ تنه زندانیان نه دي خوشي کړي، بلکې افغان وژنې ته یې لا هم دوام ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل