د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي وايي، له دې وروسته باید افغانستان بیا هېڅکله هم د نړیوالو ترهګرو لپاره د پټنځای په توګه ونه کارول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال ميلي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو خبرې د افغانستان او امریکا د امنیت لپاره خورا مهمهې وبلللې.
د امریکا د پوځ مشر وايي، دوی به هېڅکله د افغان او ناټو ځواکونو قربانۍ هېرې نه کړي او نه به اجازه ورکړي، چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.
د یادونې ده، چې د بین الافغاني خبرو د پیل په مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم پر دې ټینګار درلود، چې د افغانستان خاوره له دې وروست د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
هغه زیاته کړې وه، په دې خوښ دی، چې افغان حکومت او طالبانو ورته ډاډ ورکړی، چې نور به افغان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي او نه به هم ترهګرو ډلو ته ځای ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل