هلمند او کندهار ولایتونو کې د وسله والو د تازه بریدونو سره جګړې یو ځل بیا زور اخیستی او چارواکي د لسګونو وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه (د تلې ۲۹ مه) د هلمند د مرکز لښکرګاه د دریېمې ناحیې اړوند بولان سیمه کې تحرکات پیل کړل، چې د افغان ځواکونو له پر وخت ځواب سره مخ شول.
په دغه سیمه کې زراعتي ځنګل دی، څنګ ته یې د والي دفتر او دولتي مېلمستون هم شتون لري او طالبان هڅه کوي ځنګل ته په ننوتو ښار او د والي دفتر تر برید لاندې ونیسي.
یاده سیمه کې جګړه اوس هم روانه ده او د هلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، افغان ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړي او پر طالبانو یې تېره شپه هوايي بریدونه هم کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او په جګړه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې د هلمند پر جګړه ۱۴ ورځې تېرېږي، زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې، برېښنا پرې، تلېفوني شبکې بندې او لښکرګاه ښار ته تللې او د کندهار – هرات لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د هلمند د روغتیايي چارواکو په وینا له دغه جګړو تر ۴۰ زیات جسدونه او ۲۸۰ ټپیان روغتونو ته وروړل شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
بل خوا د هلمند په ګاونډ د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې شوې دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، نښتې له هغې وروسته رامنځ ته شوې، چې طالبانو په میوند ولسوالۍ کې بریدونه پیل کړل او افغان ځواکونو یې مخنیوی وکړ.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، افغان ځواکونو د میوند په کوکه کارېز او میراخور سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې ۵۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، د طالبانو زیاته اندازه وسله هم له منځه تللې او د وژل شویو وسله والو جسدونه نن سهار ځايي ولسي مشرانو ته سپارل شوي.
طالبانو تر اوسه د هلمند او کندهار د جګړې په اړه غبرګون نه دی ښودلي.
د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د طالبانو بریدونه او وسله والې نښتې په داسې مهال زور اخلي، چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې، خو تر اوسه یې په لومړنیو اختلافي ټکو توافق نه دی کړي.
جمهورخبري آژانس:کندهار