د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو وايي، استانبول کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونده د دوحې ناستې پر ځای نه بلکې د هغې بشپړونکې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوغلو پرون جمعه د کب ۲۲ مه یوه خبري ناسته کې ویلي، چې ترکیه به لنډ وخت کې د افغان سولې په تړاو د غوندې کوربه وي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا غونډه به اپریل میاشت کې په استانبول کې جوړه شي او دغه راز به ترکیه ډېر ژر د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی هم وټاکي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې په تړاو د امریکا تر نوې طرحې وړاندې کولو وروسته داسې ویل کېدل، چې ښايي ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه د روانې مارچ میاشتې په ۲۷ مه جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې ویل شوي و د افغانستان سولې په تړاو به ترکیه کې د روانې زیږدیزې مارچ میاشتې په ۲۷ مه ترسره شي.
جمهورخبري آژانس:کابل