۰
امرالله صالح:

طالبانو د چنګېز او مغول لار نیولې، د جوند خلکو ته خوراکي توکي نه ورپرېږدي

دوشنبه ۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۶
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، وسله والو طالبانو د بادغیس ولایت جوند ولسوالي تر غذایي محاصرې لاندې نیولې ده.
طالبانو د چنګېز او مغول لار نیولې، د جوند خلکو ته خوراکي توکي نه ورپرېږدي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، وسله والو طالبانو د بادغیس ولایت جوند ولسوالي تر غذایي محاصرې لاندې نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د وري ۹ مه په خپله فسبوک پانه لیکلي، طالبانو نه یوازې د جوند پر لار خوراکي توکي نه پېږدي، بلکې هغه کسان چې خوراکي توکي لېږدوي، شکنجه کوي یې او ان وژني یې.

ده ویلي«طالبان چې له دین او شریعت څخه یې شعارونه دروغ دي، دا ځل له چنګېز او مغول څخه تقلید کړی»

ښاغلي صالح ویلي، ځینې سادګان فکر کوي، طالبانو چې د خپل حاکمیت په دوره کې کروندې سوځولې اوس بدلون کړی، خو په وینا یې طالبانو نه یوازې بدلون نه دی کړی، بلکې د ده په وینا تر پخوا لا، وحشي، جاهل او عقديي شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د طالبانو دغه کار د دوی لپاره یو بل شرم بللی او ویلي یې دي که دغه ډله سوله وکړي که یې ونه کړي، دغه تور داغ به یې پر تندي وي.

امرالله صالح زیاته کړې، چې د جوند ولسوالۍ د خوراکي کلابندۍ په اړه یې له خلکو او په ولسي جرګه کې د بادغیس له استازي عبدالبصري عثماني سره مفصلې خبرې کړې او د دغه ولسوالۍ خلکو ته د خوراکي توکو د رسولو لړۍ پیل شوې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې دوی به ډېر ژر د جوند ولسوالۍ دغه کلابندي ماته کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي