د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره یوازینۍ لار د اسلامي امارت سره تعامل دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوغلو دغه څرګندونې نن یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې کړې دي.
نوموړي دغه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، اسلامي نړۍ باید په افغانستان کې د روان وضعیت د کنټرول لپاره لاس په کار شي، څو په دغه هېواد کې د اقتصادي او انساني ناورین مخینوی وشي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اوغلو ټینګار کړی، چې سولې او ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لار د دغه هېواد له نوي حکومت سره تعامل دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم ویلي، چې پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه او تضعیف یې د ټولو په زیان دی.
نوموړي ټینګار کړي، چې له همدې امله نړۍ ته په کار ده چې افغانستان سره سالمو روابطو ته رامخکې شي.
د یادونې ده، چې د سعودي عربستان په غوښتنه او د پاکستان په کوربتوب د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن په اسلام آباد کې پیل شوه.
دغه غونډه یوازې د افغانستان د روان وضعیت د څېړلو او دغه راز له دغه هېواد سره د بشري مرستو پر همغږي کولو او ډېرولو جوړه شوې ده.
غونډې ته د څه باندې ۹۰ هېوادونو او سازمانو استازي وربلل شوي، چې د افغانستان په استازيتوب د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ورغلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل