د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پاسپورتونو اخیستلو لپاره د انلاین فورم ډکولو سایټ د غوښتونکو پر مخ پرانیستل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سایټ نن شنبې د وري ۲۰ مه غرمه ۱۲ بجې د غوښتوونکو پر مخ پرانستل شو.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاسپورټ مرکزي اداره د خپل تخنیکي او بشري ظرفیت له لوړولو وروسته نن شنبه د وري میاشتې ۲۰ مه نیټه د غرمې په ۱۲ بجو دغه سایټ د غوښتونکو پر مخ پرانیستل شو.
سرچینې ویلي، هېوادوال کولی شي، د پاسپورت لپاره آنلاین غوښتنه وکړي.
خبرپاڼه وايي، د انلاین ثبت نام محدود نه دی بلکې په روژه کې به هره ورځ دوه زره او تر روژې وروسته به هره ورځ درې زره پاسپورتونه د انلاین نوم لیکنې له لارې خلکو ته توزیع کړي.
د کورنیو چارو وزارت د في نفر پاسپورت د انلاین فورم ډکولو لپاره ۲۰۰ افغانۍ ټاکل او په خبره یې خلک دې له دې زیاتې نه ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل