۰

د کابل او تهران تر منځ به اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي

دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۶
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره لیدلي دي.
د کابل او تهران تر منځ به اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي مقتي د ایران مرستیال سفیر ته وویل، هغه وخت راغلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او د دې لپاره د ترانزیټ او تجارت په برخو کې اسانتیاوې راوړل شي.

سرچینې زیاته کړې، د ایران مرستیال سفیر په افغانستان کې له امنیتي وضعیته خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګري ودې لپاره یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي