د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، چې له يادو پېښو څخه يوه يې نن يکشنبه د وري په ۱۹مه د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د اسحاقزو ماند په سيمه کې شاوخوا ۸ بجې رامنځته شوې ده.
په دغه پېښه کې یو ټېلر موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې ۳ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
دویمه پېښه د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي او سرعت د دې پېښو لامل بلل کېږي.
جمهورخبري آژانس