افغان سوک وهونکی قیس علیزاده د اسیا د ځوانانو د سوک وهنې په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.
ښاغلي علیزاده نن چهارشنبه د ثور په ۱۸ مه د قزاقستان له ورزشکار سره په وروستي پړاو کې جګړه وکړه. خو هغه دا جګړه ماته کړه.
هغه تر دې وړاندې هم خپل هندي سیال ته ماتې ورکړې وه.
باید وویل شي، چې عليزاده په دغو سیالیو کې د ۸۰ کیلو ګرامه په وزن کې برخه اخیستې وه.
له دې سره سره به قیس علیزاده له شپږو نورو افغان سوک وهونکو سره په دوو اونیو کې د المپیک د کوټې سیالیو لپاره تایلنډ ته ولاړ شي.
جمهورخبري آژانس