۰

د بدخشان په چاودنه کې ۸ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۲
د طالبانو ډلې تایید کړه چې په بدخشان ولایت کې د نن ورځې په چاودنه کې د دغې ډلې ۸ تنه جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د بدخشان په چاودنه کې ۸ طالبان وژل شوي دي
د طالبانو ډلې تایید کړه چې په بدخشان ولایت کې د نن ورځې په چاودنه کې د دغې ډلې ۸ تنه جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن چهارشنبه (چنګاښ۱۹) تایید کړه چې نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض آباد ښار د جوزون په سیمه کې په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي چسپکي ماین چاودنه شوې ده. 

نوموړی وايي دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو د سپرلۍ کاروان د کوکنارو دله منځه وړلو په مقصد له دغه سړک څخه تېرېده.

د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پیښه کې درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

باید وویل شي، چې بدخشان ولایت له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو پر ضد د پراخو لاریونونو شاهد و.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي