د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، ایران طالبان دې ته هڅولي، چې د سولې په تړاو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا ویاند سید احسان طاهري نن یکشنبې د مرغومي ۱۶ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د ایراني چارواکو او طالبانو تر منځ ناسته او خبرې د افغان دولت په همغږۍ تر سره شوې دي.
ایران په دې وروستیو کې له طالبانو سره له اړیکو پرته پورته کړه او د بهرنیو چارو وزارت یې اعلان وکړ، چې په دې وروستیو کې د طالبانو یو پلاوی تهران ته ورغلی او له دوی سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.
خو د سولې عالي شورا وايي، د ایراني چارواکو او طالب استازو خبرې له افغان دولت سره تر همغږۍ وروسته په تهران کې تر سره شوي دي.
نوموړي و ویل، چې د ایراني چارواکو او طالبانو تر ناستې وړاندې د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار علي شمخاني کابل ته راغی او په همدې اړه یې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.
د طاهري په وینا له طالبانو سره په ناسته او خبرو کې ایراني چارواکو وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرو، سولې او د جګړې پای ته رسولو ته هڅولي دي.
که څه هم د سولې عالي شورا وایي، ایران، طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته هڅوي، خو د تهران له ناستې وروسته کله چې د افغان سولې په تړاو سعودي عربستان کې د غوندې جوړېدو راپورونه ورکړل شول، طالبانو بیا پر خپل دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش