د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاوش اوغلو وايي، ترکیه د افغانستان له سولې پروسې ملاتړ کوي له دغه هېواد سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اوغلو دغه څرګندونې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره تر لېدنې وروسته په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.
جنرال عبدالرشید دوستم چې دا مهال په ترکیه کې دی او ویل کېږي د درملنې لپاره دغه هېواد ته تللی، له ښاغلي اوغلو سره په انقره کې لیدلي دي.
تر دغه لیدنې وروسته ښاغلي اوغلو په ټوېټر لیکلي، چې ترکیه له افغان سولې ملاتړ کوي، او له ټولو افغانانو د ترکیې ملاتړ دوام لري.
نوموړي ټینګار کړي، چې ترکیې تل په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له هڅو ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
هغه ویلي، چې د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره یې پر افغان سوله پراخ بحثونه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل