ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دوی ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د انسان تښتوونکو یوه خطرناکه اوه کسیزه ډله نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن شنبې د لړم ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه انسان تښتوونکي د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي امنیت ځواکونو ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې یو لړ هدف لرونکي عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې د انسان تښتوونکو اوه کسیزه ډله ونیوله.
خبرپاه وايي، له دغه انسان تښتوونکو ۳ میله کلاشنکوفونه هم نیول شوي او دوه تنه تښتول شوي کسان یې له منګولو راخلاص کړل شوي دي.
سرچینې ویلي، دغه انسان تښتوونکو د علم زېب په نوم یو تن صراف چې له خپل موټر چلوونکي سره د کابل څخه بغلان ته په لاره و، د کابل – پروان پر لاره برمته او قرباغ ولسوالۍ ته وړي وو.
د ملي امنیت ریاست وایي، انسان تښتوونکو د یاد صراف له کورنۍ څخه د هغه د خوشي کولو په بدل کې پنځه لکه امریکايي ډالر غوښتي وو، خو په وینا یې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پرې عملیات وکړل او یاد تښتول شوي کسان یې د دوی له منګولو راخوشي کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل