د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دوی منسوبینو کابل کې یو ځانمرګی برید ګر او د هغه لارښود نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه نن یکشنبې د کب ۱۹ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ځانمرګی او لار ښود یې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د ملي امنیت ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې یو ځانمرګی او د هغه لېږدونکي بالافعل ونیول شول.
خبرپاڼه وايي، له نیول شویو کسانو یو د ځانمرګي برید واسکټ، یو میل تومانچه او دوه لاسي بمونه هم تر لاسه شوي دي.
ملي امنیت زیاتوي نیول شوی ځانمرګی رحمن الله نومېږي د ولي الله زوی دی او لارښود یې هم راز محمد د محمد حسن زوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه بریدګر د بغدادي په نوم د طالبانو د یوه غړي له خوا د طالبانو لیکو ته جذب او د ځانمرګي برید لپاره تیار شوی وو.
د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، دغه بریدګر غوښتل، چې په سروبي ولسوالۍ کې د خلکو او امنیتي ځواکونو په یوه لویه غونډه کې برید وکړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شو.
جمهورخبري آژانس:کابل