۰

ملي امنیت کابل کې څلور داعشیان نیولي دي

چهارشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۲
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دې ادارې مامورینو پلازمېنه کابل کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې څلور غړي نیولي دي.
ملي امنیت کابل کې څلور داعشیان نیولي دي
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دې ادارې مامورینو پلازمېنه کابل کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې څلور غړي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نه نن چهارشنبې د وږي ۷ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه داعشیان د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند ساحه کې نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، نیول شوي کسان، شفیع اله د روح الله زوی، محمد رحیم د عبدالروف زوی، منصور الدین د رحیم الدین زوی او جاوید د غلام حیدر زوی دی.

ملي امنیت څلور واړه داعشیان له وسلو او مهماتو سره یو ځای د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قرغې په سیمه کې ونیول.

خبرپاڼه وايي، دغه داعشیانو د ټکسي چلوونې څخه په ګټې اخیستې په کابل ښار کې د وسلو او مهماتو د لېږد او ساتنې، د داعش د غړو د لېږد او ساتنې او دغه راز داعش ته د جلب او جذب کار کاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي