۰

د طالبانو او امریکا د سولې هوکړه بشپړه شوې ده

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۶
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه بشپړه شوې او یوازې لاسلیک ته پاتې ده.
د طالبانو او امریکا د سولې هوکړه بشپړه شوې ده
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه بشپړه شوې او یوازې لاسلیک ته پاتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین رسنیو ته ویلي، چې په دې هوکړه کې نوي څه نه دي ځای شوي.

نوموړي ویلي، د طالب استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې هوکړه بشپړه شوې ده.

شاهین زیاته چې دوی به وخت پر وخت له خلکو سره د سولې د هوکړې په اړه معلومات شریکوي او له لاسلیک سره سم به له افغان لوري سره د خبرو لپاره تیاري ونیسي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دا هم ویلي، چې د ایران او امریکا تر منځ وروستي کړکېچ د سولې پر مذاکراتو اغېز نه دی کړی.

دا په اسې حال کې ده، چې ده چې د ایران او امریکا تر کړکېچ وروسته ځینو پخوانیو طالب چارواکو ویل، چې د سولې د تړون لاسلیک له همدې امله ځنډول شوی، چې ځینې ایران پلوه هېوادونو د دغه تړون په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي