د پاکستان پوځ وايي، د ایران سره پولې ته نېږدې پر پاکستاني پولیسو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوځ ویلي، په پولیسو د بلوچستان په کېچ سیمه کې د ریموټ کنټرول بم چاودنه شوې، چې په وژل شویو کسانو د کې د پولیسو یو مشر هم شامل دي.
د پوځ په وینا تر اوسه معلومه نه ده چې برید چا کړی او نه یې هم مسولیت چا منلی دی. خو د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې په بلوچستان کې دغه ډول بریدونه بیلتون خوښي وسله وال کوي.
دوی وايي ځینې وختونه بلوڅ ډلې د دغه ډول بریدونو مسولیت هم مني.
په ورته وخت د پاکستاني پولیسو ویاند ویلي، د عسکرو دغه ډلې د ایران پولې نه ۱۴ کیلو متره په بولېده سیمه کې ګزمه کوله چې چاودنه پرې شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل