۰
سما نیوز:

د طالبانو په کویټې شورا کې نویې مقررۍ شوې دي

یکشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړي، چې د طالبانو په کویټي شورا کې د نویو مقرریو پر اساس د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د مشر ملا هبت الله نظامي مرستیال ټاکل شوی دی.
د طالبانو په کویټې شورا کې نویې مقررۍ شوې دي
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړي، چې د طالبانو په کویټي شورا کې د نویو مقرریو پر اساس د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د طالبانو د مشر ملا هبت الله نظامي مرستیال ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور د پاکستان سما نیوز ورکړی او ویلي یې دي، چې ملا یعقوب تر دې وړاندې د ۱۵ ولایتونو لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مشري کوله.

یادې رسنۍ د طالب سرچینو په قوله دا خبره هم کړې،  چې ملا یعقوب به له له ملا هبت الله سره په څنګ کې د طالبانو تش په نوم مرستیال امیرالمومنین هم وي.

په ورته وخت کې ځینو طالب سرچینو هم تایید کړې، چې ملا یعقوب نوی نظامي امیر ټاکل شوی او ملا قیوم ذاکر له دندې لرې شوی دی.

دغه سرچینې زیاته کړې، ملا قیوم ذاکر چې له پاکستان او د قطر دفتر له سیاست سره یې مخالفت درلود له دندې لرې شوی دی.

د دې  تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې ملا فاضل اخند څه موده وړاندې له دوحې، کویټي ته تللی وو تر څو ملا ذاکر پخلا کوي خو ونه توانېده.

طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي