په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی په کندوز ولایت کې د افغان حکومت ۲۰ نور سرتېري هم خوشي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانسد خبر له مخې شاهین دغه خبر پرون دوشنبې د چنګاښ ۹ مه ماښام په خپله ټوېټر پاڼه کړې ویلي، دي، چې دغه بندیانو سره د لارې د خرڅ مرسته هم شوې ده.
د یادونې ده، چې تر دې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په تخار ولایت کې د ۲۱ سرتېرو او دغه راز تر هغې وړاندې په بدخشان کې۳۴ بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی وو.
دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو د هغې لړۍ په دوام کېږي چې د سولې بینالافغاني خبرو ترسره کېدو لپاره پیل شوې ده.
تر اوسه پورې افغان حکومت شااوخوا څلور زره وسله وال طالبان له بنده خوشې کړي او وسلهوالو طالبانو بیا تر ۶۰۰ ډېر افغان ځواکونه له بنده خوشې کړي دي.
طالبانو داسې مهال د نویو ۲۰ کسانو د خوشې کېدو خبره کړې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی تخنیکي ډله د پاتې طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار کوي.
د سولې د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره باید افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او وسله وال طالبان باید زر تنه افغان سرتېري چې له دوی سره په بند کې دي، خوشې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل