۰

پکتیکا کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۰۱
سیمه ییز روغتیايي مسوولین وايي، پکتیکا ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
پکتیکا کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي
سیمه ییز روغتیايي مسوولین وايي، پکتیکا ولایت کې د یوې ځوانې نجلۍ په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند کروخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
د یاد ولایت د ملکي روغتون مشر ډاکتر چنار صديقي ویلي چې د ښرنې ښار له کروخېلو سيمې څخه شپږ جسدونه روغتون ته ور وړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، په وژل شویو کسانو کې یوه پېغله نجلۍ هم شامله ده چې ټول یې د ټوپک په ډزو وژل شوي دي.
 
دپکتيکا حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل معلوم دي.
 
د پېښې پړه هم تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي