په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر یو ځل بیا پر ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر په یوه پیغام کې افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې مبارکي هم ورکړې ده.
هغه په دې پیغام کې یو وار بیا د افغانستان د امنیتي او دفاعی ځواکونو او دغه راز افغانانو د ملاتړ ډاډ ورکړی او پر ښېکلو غاړو یې د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دي.
جنرال مېلر ویلي، د ټولو اړخونو لپاره ښه وخت دی، چې د تاوتریخوالي پر کمولو غور وکړي او پوځي اړخونه وکړای شي، د سولې لپاره سیاسي زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، د افغانستان پخواني پاچا غازي امان اله خان د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري پر اته ویشتمه، د هغه وخت له بریتانیا د افغانستان خپلواکي وګټله، دا ورځ له هغې راهیسې په افغانستان کې لمانځل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل