۰
امرالله صالح:

امنیتي میثاق ملېشه جوړول نه بلکې د غاصبینو او باج اخیستونکو مخنوی دی

سی شنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي میثاق د ملېشې جوړونې پروګرام نه، بلکې د زورواکو، مجرمینو، غاصیبینو او باج اخیستوونکو مخنیوی دی، چې په ټول توان سره به پلی شي.
امنیتي میثاق ملېشه جوړول نه بلکې د غاصبینو او باج اخیستونکو مخنوی دی
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي میثاق د ملېشې جوړونې پروګرام نه، بلکې د زورواکو، مجرمینو، غاصیبینو او باج اخیستوونکو مخنیوی دی، چې په ټول توان سره به پلی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې وروسته له هغې په خپله فسبوک پاڼه کړې، چې د ولسي جرګې مشر او یو شمېر غړو د پرون (وږي ۱۷ مې) غونده کې و ویل، چې حکومت د امنیتي میثاق تر نامه لاندې ملېشه جوړوي.

د جرګې رییس میر رحمان رحماني و ویل، حکومتي مشران د خپلو سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د ځینو بهرنیو استخباراتو په مالي ملاتړ غواړي د امنیتي میثاق تر نامه لاندې ملېشې جوړې کړي.

رحماني وايي، د افغانستان خلک له ملېشې جوړونې ښې خاطرې نه لري، افغانستان تېر بحران ته ستنوي، نو ځکه باید له دې کار څخه ډډه وکړي او پر ځای یې امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.

خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امنیتي میثاق د ملېشې جوړونې پروګرام نه، بلکې د زورواکۍ، جرم، غصب او باج ګیرۍ مخنیوی دی.

ښاغلي صالح دا خبره هم رد کړه، چې ګڼې د امنیتي میثاق د رضاکارانو لپاره بودجه ځانګړې شوې، بلکې په وینا یې د شته بودجې له سم مدیریت څخه به مدیریت کېږي.

صالح لیکلي« امنیتي میثاق نوی او ځانګړی تشکیلات نه لري او نه به یې ولري، د دغه طرحې پر اساس هېڅ کس به له نظام او دولت څخه د باندې د امنیتي میثاق تر نوم لاندې په دولتي بنسټونو کې جذب نه شي.»
 
د هغه په وینا د دې طرحې پر اساس د دولت هېڅ ډول مادي او تخنیکي پرته له دولتي ارګانونو څخه د بل چا به واسطه نه شي مصرفېدلی او نه به هم د یوه ارګان بودجه و بل ارګان ته لېږدول کېږي او نه ورته پټه بودجه شته.
 
نوموړی وایي، په امنیتي میثاق کې وسلې نه وېشل کېږي او نه هم قومي تشکیلات او ملېشه جوړوېږي، خو که چېرته اړتیا شي، دولت صلاحیت او مشروعیت لري، چې د خاورې او حاکمیت څخه د دفاع په خاطر پېژندل شوې او مشروع لارې وکاروي، خو په اوس حال کې داسې کوم څه نشته.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي، چې د امنیتي میثاق ټول کارکوونکي رضاکاران دي او دا دروازه د هرچا په مخ خلاصه ده.
 
دی زیاتوي، چې د امنیتي میثاق د ښکلې او ګټورې طرحې برکت وو چې دوه زره هغه مجرمین چې له پولیس سره یې دوسیې نه درلودې، وپېژندل شوې، چې حوزو ته غوښتل شوي او یا هم د زندان د میلو شاه غورځول شوي دي.

د هغه په وینا د همدې طرحې برکت دی، چې په دې وروستیو کې په کابل کې باج اخیستنه او پر واټونو د ازارولو جرمونه کم شوي دي.
 
د ولسمشر لومړی مرستیال د خپلې دغه اوه مادیزه لیکنې په پای کې وايي، د امنیتي میثاق د طرحې ګواښوونکی، ځپوونکی او خطرناک مخ په ښکاره توګه د هغه مجرمونو پر وړاندې دی، چې په ښکار او پټه په ځینو جرمونو، لکه د ځمکې غصب، له مالیاتو فرار، باج اخیستنې، غیر قانوني وسلو ګرځولو، د لارو بندولو، د اسنادو جعل، دښمن ته د جلب و جذب او سلګونو نورو وړو او لویو جرمونو کې لاس لري.

امرالله صالح وايي، همدا ډلې په دې هڅه کې دي، چې امنیتي میثاق د ټولنې په عامه اذهانو کې بدنام کړي، خو په وینا یې دغه کسان به نه هیلې شي، ځکه امنیتي میثاق په ټول توان پلی کېدونکی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي